د غفلت پۀ خوب اوده خو داسې نۀ وو
لکه اوس دي پښتانۀ خو داسې نۀ وو
اوږدې زلفې به د جونو خواښــــیدلې
د زلــمو د سر ویخته خو داسې نۀ وو
ســـر ټیټي به ئې بیخي نۀ قـــبلوله
په سرونو کښې مازغه خو داسې نۀ وو
اوس د چــــــم لیوني هم په کاڼو ولي
ستادچم دا لوئي واړه خو داسې نۀ وو
زۀ ننګـــيال دې د تراخو سره بلـــــــــد وم
ستا خواږۀ خواږۀ کاته خو داسې نۀ وو


Comments
Post a Comment